د خواشینۍ پیغام

په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز CSRSبنسټ اېښودونکی، علمي شخصیت، تاریخ پوه، او د افغان سولې او ملي روغې جوړې فعال، مرحوم دوکتور صفت الله قانت د عقرب میاشتې په 22 نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی.

إنا لله و إنا إلیه راجعون

مرحوم دوکتور صفت الله قانت د هېواد اکاډمیک او ولسي شخصیت په توګه په خپل ۵۷ کلن عمر کې، د ګران هیواد د عزت، آبادۍ او پیاوړتیا په خاطر پراخې هلې ځلې درلودې. نوموړي په دې وروستیو کې د بیمارۍ سربېره، د افغان سولې په برخه کې نه ستړي کېدونکې فعالیتونه ترسره کړل. د CSRS اداره د دوکتور صفت الله قانت مړینه د هېواد او ولس لپاره یوه ستره ضایع ګڼي او د مرحوم د مړینې له امله د نوموړي کورنۍ، دوستانو او افغان ولس ته د زړه له کومی، د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د الله جل جلا له له دربار څخه مرحوم ته د جنت الفردوس استدعاء کوي.

الهمّ اغفره و ارحمهُ و اجعلِ الجنةَ مثواه – آمین

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *